ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خوست کې د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۷۷ پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې


د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري ۷۷ پراختیايي پروژې بشپړې او د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دې اړ جوړو شویو مراسمو کې، د خوست والي مولوي عبدالله مختار، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس مولوي عنایت‌الرحمن جلالي، د ولایت مقام د دفتر رییس مولوي محمد صابر صابري، د یو شمېر ادارو ریسانو، د موسسو مسوولینو او د سیمې مشرانو ګډون کړی و.

د خوست والي مولوي عبدالله مختار د اسلامي امارت د پرمختیایي سیاست یوه څرګنده نښه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې ولایتي اداره به د خلکو د ژوند د ښه والي او د دوامدارې ودې لپاره خپلې هڅې لا پیاوړې کړي.

ورته مهال د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي عنایت‌الرحمن جلالي وویل، چې یادې پروژې د یونیسف موسسې په مالي ملاتړ او د خلکو په همکارۍ د ۱۵۵ میلیونه افغانیو په لګښت پلې شوې دي.

د نوموړي زیاته کړه، په یادو پروژو کې د استنادي دېوالونو، کانالونو، سړکونو، پلچکونو او د اوبو رسولو شبکو جوړول شامل دي.

د ښاغلي جلالي په وینا، یادې پروژې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ۶۵ کلیو کې پلې شوې، چې له مخې یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او له اوو زرو او۹۰۰ څخه ډېرې کورنۍ به ترې مستقیمې ګټې ترلاسه کړي.