ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت ټولو راستنو شویو کډوالو ته یو ډول خدمات په پام کې نیولي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د غزني د کډوالو چارو د رییس په ګډون د یاد ولایت د کډوالو له ځینو استازو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د غزني د کډوالو رییس او استازو په یاد ولایت کې د کابل د تېرې ادارې پر مهال ګډوالو ته د ځانګړي شوي ښارګوټي د حالت په اړه ښاغلي وزیر ته معلومات ورکړل.

 د غزني د کډوالو چارو رییس ویلي، د کابل د تېرې ادارې پر مهال په غزني کې د ګډوالو په ښارګوټي کې لسګونه نمرې د کډوالو پر ځای نورو کسانو ته وېشل شوې، چې له همدې امله د ښارګوټي پراختیايي پلان له ستونزو سره مخ شوی او وړاندیز یې وکړ، چې ورته حل لاره وموندل شي.

 همدارنګه د غزني د ګډوالو استازو د ځینو ستونزو د حل په موخه خپل وړانديزونه له ښاغلي وزیر سره شریک کړل او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت دې په غزني کې د کډوالو د ښارګوټي پراختیايي پلان بشپړ او په یاد ښارګوټي کې دې د جوماتونو لپاره ځمکه بېله کړي.

مولوي عبدالکبیر له غزني څخه استازو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې اسلامي امارت ټولو راستنو شویو کډوالو ته یو ډول خدمات په پام کې نیولي دي او هڅه کوي، چې د دوی وړانديزونو ته رسېدنه وشي.

 نوموړي څرګنده کړه، چې د اسلامي امارت لخوا د ګډوالو د ښارګوټو اړتیاوې ارزول کېږي او په غزني کې د کډوالو د ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه به غور وکړي او د اصولو په رڼا کې به ورته د حل لاره ولټوي.