ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په قرغیزستان کې د افغانستان او چین سفیرانو لیدنه؛ د دوه اړخېزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي

په قرغیزستان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني د چین له سفیرې اغلې لېو جیانپینګ سره لیدنه وکړه.

قرغیزستان کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ، د سیمې پر امنیتي وضعیت، د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د متقابل اعتماد د زیاتوالي په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

د چین سفیرې افغانستان د سیمې یو مهم او تاریخي هېواد وباله او زیاته یې کړه، چې د افغانستان ثبات او پرمختګ د ټولې سیمې لپاره حیاتي اهمیت لري.

اغلې لېو جیانپینګ وویل، چین غواړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اړیکې او همکاري لا پیاوړې کړي.

په ورته مهال ښاغلي حقاني د چین له مثبت دريځه مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ، چې اسلامي امارت به د سيمې د ثبات او ګډو همکاریو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي.