ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو چارو وزارت ویاند: رسنۍ باید تل د ملي ګټو په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خوست کې د یوې مطبوعاتي ناستې پر مهال د یاد ولایت له ویاندویانو او خبریالانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې مفتي عبدالمتين قانع خوست د غازیانو، مجاهدینو او اتلانو ستر مرکز وباله او وېې ویل، چې د تاریخ په اوږدو کې یې د هر ډول تېرېکونکي او یرغلګر پر وړاندې په پوره مېړانه مبارزه کړې او تل یې د خپل تاریخي او غیور ټاټوبي څخه دفاع کړې ده.

دغه‌راز نوموړي د فرضي کرښې په اړه د وروستیو نښتو په اړه د رسنیو رول وستایه او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید تل د ملي ګټو او علیا مصالحو په رڼا کې خپل فعالیتونه ترسره کړي.

 ښاغلي قانع وویل، د خوست د ولسونو او د ټول افغان ملت د مبارزو په پایله کې، هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، چې له برکته یې اقتصادي، کلتوري، ټولنیز او رسنیز پرمختګونه رامنځته شوي دي او د رسنیو رول د دغو لاسته‌راوړنو په انعکاس کې مهم او مثبت دی.

همدارنګه نوموړي ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت د شرعي اصولو اړوند به تل له رسنیو سره همکار پاتې شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د خپلو خبرو په دوام د رسنیو، ویاندویانو او قلمي مبارزینو یووالی وستایه او دا یې د اسلامي امارت د ملي اجماع او متقابل درناوي څرګندونه وبلله.

نوموړي زیاته کړه، چې دا یووالی د اسلامي نظام د ثبات، د ولسونو د پوهاوي او د ملي ګټو د خوندي ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري.

مفتي عبدالمتین قانع وویل، چې د ۲۰ کلونو جهاد په پایله کې دغه اسلامي نظام رامنځته شوی او د دې نظام د دوام لپاره د رسنیو ونډه مهمه ده، ځکه چې غربي مطبوعات د اسلامي نظام پر ضد تبلیغات کوي، نو ملي رسنۍ باید د حقایقو په بیان، د ولسونو د ذهنونو روښانه کولو او د ناسم تبلیغاتو په خنثی کولو کې فعاله رول ولوبوي.

همدارنګه ښاغلي قانع د تبعیض، قوم‌پرستۍ او ژبني تعصباتو له منځه وړل د اسلامي نظام لاسته‌راوړنه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې رسنۍ باید د شخصي ګټو پر ځای د اسلامي او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.

په پای کې د ناستې ګډونوالو د کورنیو چارو وزارت له پلاوي له مننې سربېره وویل، چې د خوست رسنۍ د ولس د پوهاوي، کلتوري بیدارۍ او ښوونې په برخه کې مهم رول لري او ژمنه يې وکړه، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې به تل خپل مسؤلانه فعالیت ته دوام ورکوي.