په اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سردار احمد شکیب وایي، چې دتورخم لاره به نن (شنبه، د لړم ۱۰مه) د هغو افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شي، چې هېواد ته د بېرته ستنېدو پر مهال بند پاتې دي.
ښاغلي شکیب پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې له پرلپسې هڅو او اړیکو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مسولینو ډاډ ورکړی، چې دغه لاره به د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شي.
دغهراز مولوي سردار احمد شکیب تېره ورځ له هغو کسانو مننه کړې، چې له جمرود – تورخم څخه تر چمن پورې په لارو کې له بند پاتې کډوالو خدمت کوي.
نوموړي ویلي، چې د یادې سیمې خلکو کورونه خالي کړي او کډوال ناروغان یې خپلو کورونو ته لېږدولي او د خوراک څښاک انتظام یې ورته کړی دی.

