د خوست ولایتي او د باک ولسوالۍ ځايي مسولينو په هڅو او منځګړیتوب د يادې ولسوالۍ اړوند “جبهه” سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ٢٩ کلنه خپلمنځي شخړه چې پینځه کسان پکې وژل شوي وو، حل شوه.
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې، د خوست والي مولوي عبدالله مختار د يادې روغې او جوړې په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړه او زياته یې کړه، چې د ولسونو تر منځ يووالی او د خپلمنځي شخړو هواری د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دی.
نوموړي ژمنه وکړه، چې په خوست کې به د خپلمنځي شخړو هواري ته جدي پاملرنه کوي او له خپلو مهمو اساسي موخو یې ګڼي.

