ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: زموږ تاریخ تېرېکونکو ته ډېر څه وایي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د دې وزارت د اوروژنې او پېښو د مخنيوي ریاست د کارکوونکو د جوړ شوي ښوونيز سمينار د پای غونډې په مراسمو کې ګډون کړی.

خلیفه سراج‌الدین حقاني د پېښو د مخنيوي په برخه کې د اوروژنې ریاست د کارکوونکو هڅې ستايلي او ویلي یې دي، چې دوی تل د پېښو د مخنيوي او د وضعيت د کنټرول لپاره خپلې مسؤلانه او دوامداره هڅې ترسره کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، ستاسې دنده د اور او لوګي مقابله ده، دا کار رښتيا هم خورا ستونزمن دی.

ښاغلي حقاني ویلي، اور بلول اسانه دي، خو که له کنټروله ووځي، مړ کول یې خورا سخت کار دی.

نوموړي زیاته کړې: « موږ ته یې هم ۲۰ کاله هېواد لکه تنور داسې کړ، وجنګېدو، وسوځېدو او د دې اور او سکروټو په مانا ښه پوهېږو، ځکه نو مو تمه دا ده، چې هېڅوک دې اور ته لمن نه وهي.»

خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي، په دې وروستیو کې چې وضعیت څنګه روان دی او زموږ په ګاونډ پاکستان کې چې هغه تبلیغات کېږي، بې‌باکه دي.

نوموړي زیاته کړې، موږ مسلمان، ورور او ګاونډی هېوادونه یو، خو هلته ځينې کسان په آګاهانه یا نا آګاهانه توګه اور او جګړې ته لمن وهي.
د کورنیو چارو وزیر ویلي، موږ په دې پوهېږو، چې دا د پاکستان د ملت غوښتنه نه ده، د هغوی د علماوو او سیاستوالو هیله هم دا نه ده، افغانان چې تر ډېرو سختیو وروسته امن ته رسېدلي، نور جګړه نه غواړي، خو هلته ځیني کسان شته چې حتی د خپل ملت او ملک د منافعو په ضد یو بل مؤمن ملت جنګ ته ورکاږي او یوه اسلامي نظام ته د جګړې ګواښونه کوي.

نوموړي زیاته کړې، افغانان هیله لري چې په سوله او صفا کې سره ژوند وکړي، خو که څوک یرغل او تیر کوي، موږ به له ځانه دفاع کوو.

خلیفه سراج‌الدین حقاني ویلي ، موږ ته اړتیا نه شته چې څه ووایو، زموږ تاریخ تېرېکونکو ته د ویلو لپاره ډېر څه لري.