ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۱۵ عزم قول اردو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوان منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند ۲۱۵ عزم قول اردو د ښوراب له ښونیز مرکز د نهمې دورې څخه سلګونه تنه ځوان منسوبین له درې مياشتنیو پوځي، مسلکي او عقيدوي زده کړو وروسته يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یادې قول اردو قومندان مولوي محمد ایوب “خالد” د ملي دفاع وزارت څخه راغلي پلاوي، د لواګانو مسوولینو او ګڼ شمېر منسوبینو ګډون درلود.

د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان مولوي محمد ايوب “خالد”د خپلو خبرو پرمهال وويل: په هېواد کې تېر ۲۰ کلن جهاد د اللّٰه تعالی په نصرت سره کامیاب شو، په دغه بهیر کې مجاهدینو زیاتې قربانۍ ورکړې، شهادتونه او زخمونه یې وګالل او د افغانستان غيور او باشهامته ولس یې هم ترڅنګ ولاړ وو، چې الله ج کامیاب کړل او اشغال ختم شو.

همداراز نوموړي د مجاهدینو په روزنه کې د یاد ښوونيز مرکز د استادانو هڅې هم وستايلې.

یادو فارغانو خپل تکتیکونه د مسولینو په وړاندې ترسره کړل او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.