ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي ملي اردو ۷۶ تنه ځوان منسوبین د توپچي له مسلکي زده کړو څخه فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۷۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌ کړو قوماندانۍ د توپچي له درې میاشتنیو نظري او عملي زده‌ کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده‌ کړو قومندان مولوي نصیب‌الله “مدني”، د جګړه‌ ایزو ځواکونو د ښوونځي قومندان حافظ صدام حسین “احمدضیاء” او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړی و.

مولوي نصیب‌الله “مدني” فارغانو ته د وینا پر مهال وویل: “موږ او تاسو باید د الله (ج) شکر ادا کړو چې اسلامي نظام ته د خدمت کولو ویاړ یې راپه برخه کړی دی. د مشرانو او مسوولینو د اوامرو اطاعت وکړئ، د خپل مسوولیت اړوند زده کړې او مهارتونه ترلاسه کړئ، او درسپارل شوي چارې د تقوا او پرهیزګارۍ په رڼا کې ترسره کړئ.”

ورته مهال، نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه خپل چمتووالی وښود.

مراسم فارغانو ته د مسوولینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.