تورخم بندر ته د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله په ځانګړې لارښوونه یو پلاوي سفر کړي.
په دې سفر کې د اسلامي امارت د شپږو وزارتونو هر يو د کډوالو او مهاجرینو، پېښو سره د مبارزې، زراعت او مالدارۍ، انکشاف دهات، عامې روغتیا مرستیلانو، سرې میاشتې ټولنې مشر او د ننګرهار مرستیال والي په ګډون د دې ولایت ګڼ شمېر مسولینو په دې سفر کې د یاد پلاوي ملتیا کوله.
دې پلاوي د تورخم بندر کمیسار مولوي عصمت الله یعقوب، کډوالو امر او اړونده مسولینو او پاکستان هېواد څخه راغلو کډوالو سره له نېږدې لیدنه کړې.
مسولینو د یادو کډوالو ستونزي اوریدلې، همدارنګه راغلو کډوالو ته یې د هر ډول سهولتونو د برابرولو ډاډ ورکړی.
د کډوالو او بېرته راسنتېدونکو وزارت مسولینو ویلي، د امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښونه یې له یاد سفر څخه موخه په ننګرهار کې د پاکستان او ایران هېواد څخه راستنیدونکو کډوالو د ستونزو له نیږدې لیدنه وه چې د حل په موخه به یې چټکي هڅې وشي.
دغه راز د ننګرهار د والي مرستیال زیاته کړې، چې اسلامي امارت باید په دې او نورو برخو کې کډوالو ته لا زیات خدمات وړاندې کړي او په وینا یې موږ به دوی ته لنډ مهال لپاره ځانګړی د اوسېدو ځای برابر کړو.
یاد پلاوي ویلي، هغه کډوال چې له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته راځي ژر تر ژره دې ورته لازم سهولتونه او لومړنۍ اسانتیاوې برابرې او دغه راز دې په خپلو ولایتونو کې ورته د مېشت کېدو زمېنه مساعده شي.

