ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه ایران ته کاري ټیمونه واستول شول

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې په ایران کې د افغان کډوالو د هویت د تثبیت په موخه نن پنجشنبه (د لړم ۸مه) د یاد هېواد مشهد او زاهدان ښارونو ته کاري ټیمونه واستول شول.

یاده اداره وایي، چې د هویت د تثبیت او د ارشیف تنظیم ریاست دا کاري ټیمونه به د ایران په یادو ښارونو کې د افغان کډوالو د هویت له تثبیت وروسته، هغوی ته د افغاني هویت ځانګړي درې کلن کارټونه ورکوي.

دغې ادارې زیاته کړه، چې د دې کارټ پر بنسټ به د کډوالو د پاسپورټ ترلاسه کولو، ښوونیزې او تحصیلي ستونزې حل شي او ایران به هم همدې اسنادو ته په کتو اقامتي اسناد صادروي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د دې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت په مشرۍ یوه پلاوي په ایران کې د افغان کډوالو د هویتي ستونزو د حل او د کاري ټیمونو د کاري اړتیاوو د ارزونې په موخه سفر کړی و.

د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکو ورځو کې به په تهران ښار کې هم ورته کاري ټیم خپل کارونه پیل کړي.