ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“افغانستان د کاپ ۳۰ اقلیمي ناستې پر لور” تر عنوان لاندې د چمتووالي تدابیري غونډه وشوه

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د اړيکو دفتر (TLO) په همکارۍ نن پنج‌شنبه د ۱۴۰۴کال د لړم په ۸مه نېټه کابل سټار هوټل کې (افغانستان د کاپ ۳۰ اقليمي ناستې پر لور) تر عنوان لاندې د چمتووالي تدابیري غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي ریيس مولوي مطیع‌الحق خالص، د بېلابېلو امارتي ادارو مسوولینو، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (يوناما) او اروپايي اتحاديې استازو، ملي او نړیوالو موسسو مسوولینو، د پوهنتونونو استادانو، متخصصينو او د رسنیو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د (TLO) موسسې مرستیال انجنیر عبدالرحیم خُرم ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د غونډې د جوړېدو په اړه یې خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه، چې د COP-30 نړیوال کنفرانس ته تلونکی افغان پلاوی به په پوره چمتووالي او همغږۍ سره په یاد کنفرانس کې ګډون وکړي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطيع الحق خالص د افغانستان د چاپېريالي وضعيت او اقليمي بدلون د اضرارو په تړاو خبرې وکړې او ویې ویل، افغانستان د نړیوالو صنعتي هېوادونو د بې رويې فعاليتونو له کبله د اقليمي بدلون څخه زيات متضرر شوی، چې د ناڅاپي سېلابونو، بې وخته ورښتونو، وچکالي، د تودوخې درجې لوړېدل او د داخلي ګډوالو زياتېدل يې ښکاره بېلګې دي.

نوموړي زیاته کړه، موږ هڅه کوو چې په COP-30 کنفرانس کې ګډون وکړو او خپل غږ تر نړیوالو ورسوو او دغه‌راز ښاغلي خالص ياد کنفرانس ته د تلونکي پلاوي څخه وغوښتل، چې د افغانستان چاپيريالي ستونزې باید په ګډه، متحد او يوه واحد غږ تر نړیوالو ورسوي.

مولوي مطيع الحق خالص وویل؛ نړیوال بايد افغانستان د نړۍ برخه وګڼي، چاپېريالي موضوعات دې نه سياسي کوي، له افغانستان سره دې امتيازي سلوک نه کوي او د افغانانو حقوق دې ورکړي.

دغه‌راز د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس پر نړيوالو غږ وکړ، چې د افغانستان ځنډول شوې چاپېريالي پروژې ژر تر ژره له تعليق څخه وباسي؛ افغانستان بايد د اقليمي بدلون نړيوالو مالي صندوقونو ته لاسرسی ومومي؛ په نړیوالو چاپېريالي غونډو کې بايد افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړل شي او همداراز نړیوال بايد د افغانانو چاپېريالي ستونزو ته د رسېدو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحاديې د سیاسي برخې مشر هم د اقليمي بدلون د زيانونو په تړاو خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې د دې ادارې د اقليمي بدلون رییس انجنیر روح الله امين کاپ ۳۰ غونډې ته د تلونکي پلاوي د چمتووالي او مسووليتونو په تړاو هر اړخيز معلوماتي پرزنتيشن وړاندې کړ.

د غونډې په لړ کې د امارتي ادارو، نړيوالو او ملي موسسو او همداراز ځوانانو په استازيتوب څو تنو متخصصينو په کاپ‌۳۰ غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون د اهميت په هکله خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ، چې افغانستان د اقليمي بدلون کنوانسيون د غړي په حيث مسلم حق لري چې په نړيوالو چاپېريالي غونډو کې ګډون وکړي.

همداراز دوی ټولو غوښتنه وکړه چې چاپېريالي موضوعات بايد سياسي نه شي، ځکه د اقليمي بدلون له ناوړه اغېزو څخه ولسونه زيانمن کيږي.

په پای کې د ګډونوالو له‌خوا هر اړخيز بحث تر سره شو او د يادې موضوع په تړاو يې خپل وړانديزونه او نظرونه شریک کړل.