د ټولګټو رییس مولوي محمد اکبر فیاض وایي ، د مزار شبرغان لارې ۵۵ کیلو متره سړک ۶۸ هغه ویجاړ شوي ځایونه چې د تګ راتګ پر مهال یې موټرچلونکي له ستونزو سره مخ کړي رغول کېږي.
د ښاغلي اکبر په وينا، د دغې لویي لارې پر بیا رغونه ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت راځي او د افغانستان اسلامي امارت لخوا ورکول کيږي.
د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهادي ابوادریس ویلي، په بلخ ولايت کې ډېری پراختيايي پروژې پلې شوې او په پام کې ده چې د بلخ یو شمېر ولسوالیو چې مزارشریف ښار ته غځېدلي لاړې يې جوړې کړي.
سمع الله نیکمل د قراردادي شرکت تخنیکي انجینر خلکو ته ډاډ ورکړی او ویلي يي دي، چې د دغه لارې د بیارغونې په برخه کې له معیاري موادو کار اخلي او په ټاکلې موده کې رغول کېږي.
ځايي اوسیدونکو د مزار شبرغان لویي لارې د بیا روغونې په برخه کې د اسلامي امارت هڅې د ستایلي او د دغې لارې د جوړیدل یې يوه اړتيا یاده کړې او وايي چې په تيرو ۲۰ کلونو کې دغه لارې ته چا پاملرنه نه وه کړې.
نوموړي وایي؛ د دغې لارې يو شمېر برخې خرابي شوي وې، چې له امله ترافیکي پیښې را منځ ته کیدلې.
د مزارشريف- شبرغان لوي لار د جوزجان ولايت په ګډون، د سرپل او فارياب ولايتونه د مزارشريف ښار سره نښلوي.

