د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم په فراه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو د پرانیستې سربېره په دغه پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه.
په یاده غونډه کې د فراه والي، د استخباراتو رییس، د علما شورا رییس او غړو، د جهادي مدرسې رییس، د ولایتي ادارې رییسانو، د فراه پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، زدهکړیالانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د لوړو زده کړو وزیر په دغه غونډه کې زدهکړیالانو ته د ارزښتمنو توصیو او لارښوونو تر څنګ، د زدهکړې او زدهکړیال اهمیت، مکلفیتونه او دښمن پېژندنې موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې وکړې.
شیخ ندامحمد ندیم په خپلو خبرو کې د علم پر ارزښت ټينګار وکړ او ویې ویل: «د دنيا او اخرت کامیابي په علم او زدهکړې پورې تړلې ده.
نوموړي زدهکړیالانو ته وویل، چې ستاسو عمر او ځواني ډېره مهمه ده، تحصیلي سیستم، امکانات، استادان، رییس صاحبان، وزارت او موږ ټول ستاسو په خدمت کې یو.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر له دوی غوښتي، چې خپل وخت ته ارزښت ورکړئ او زیار وباسئ.
ښاغلي ندیم په خپلو خبرو کې زدهکړیالانو ته سپارښتنه وکړه، چې د ځيرک مبایلونو له کارولو ډډه وکړی، ځکه دا وسایل مو وخت ضایع کوي، د مطالعې فرصتونه کموي، اخلاق او عقیده مو زیانمنوي.
دغهراز د لوړو زده کړو وزیر له زدهکړیالانو غوښتي، چې دیني مسایل له انټرنټ څخه زده نکړي.
نوموړي زياته کړه، چې خپل دښمن او د هغوی دسیسې وپېژني او ورته ویې ویل، چې د دنیا کفار او د اسلام دښمنان په دې هڅه کې دي، چې تاسو په خپل دین او عقیده بې باوره کړي او د دې لپاره یې بېلابېل پروګرامونه او دسیسې جوړې کړې دي.
د لوړو زده کړو وزیر د خپلو خبرو پر دوام وویل، د مسلمان د ایمان نښه داده، چې د الله تعالی له دښمن سره دښمني وکړي، د کفارو له عاداتو، اخلاقو، عقیدې او ظاهري شکل څخه ځان وساتي.
همدارنګه وروسته شیخ ندامحمد ندیم د فراه پوهنتون د مسولینو په ملتیا په دغه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د پوهنتون د احاطوي دېوال لومړۍ او دویمه برخه، څېړنیز فارم او ویالو پروژې پرانیستې.
د یادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزیر د یاد سفر پر مهال د فراه پوهنتون د رهبرۍ شورا کې ګډون وکړ او د یاد پوهنتون مسولینو ستونزې او وړاندیزونه یې هم واورېدل.

