د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مرستیال مهاجر فراهي په مشرۍ د کتابونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوې.
یاده غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومتي ورځپاڼو پر رسنیو د څار، د دعوت او ارشاد رییسانو او د پوهنې، د علومو اکاډمۍ، د افغانستان د ناشرانو ټولنې استازو او د کمېسيون نورو غړو ګډون کړی و.
د نشراتو معین مهاجر فراهي د یاد کمېسيون کړنې مثبتې ارزولي او د کمېسيون کړنې يې ستایلي دي.
په یاده غونډه کې پر ٢٢ ټوکوهغو کتابونو ارزونه تر سره شوې، چې په تېره غونډه کې د کمېسیون غړو ته ورکړل شوي و.

