ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له رییسې سره لیدنه کړې

له پیښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې لوی رییس ملا نورالدین ترابي د کډوالۍ د نړیوال سازمان (IOM) له رییسې میا پارک، د معلوماتو د تعقیب د پروګرام له مسوول یاسین الهمداني، د خطر کمولو د پروګرام له مسوول اشرف السحر، د بیړنیو مرستو د پروګرام له مرستیال فهیم صافي او د اړیکو له مسوول محمد سلیم خالد سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې ښاغلي ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې یاد سازمان تل له افغانستان سره په بشري او تخنیکي برخو کې همکاري کړې ده.

نوموړي له دې سازمان څخه غوښتي، چې د ژمنیو مرستو لړۍ دې ژر تر ژره پیل کړي، تر څو اړمنې کورنۍ پر وخت له مرستو برخمنې شي.

همداراز، ملا نورالدین ترابي له IOM څخه غوښتنه کړې، چې خپلې مرستې دې یوازې په یو ولایت کې نه محدودوي، بلکې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې دې د ژمنیو او نورو اړینو توکو وېش ته پاملرنه وکړي.

د کډوالۍ د نړیوال سازمان رییسې میا پارک له ښاغلي ترابي سره د لیدنې مننه کړې او ویلي یې دي، چې یادې اداره تل زموږ سره همکاري کړې ده.

دغه‌راز نوموړې د ښاغلي ترابي هغه هڅې هم ستایلي، چې د وروستۍ زلزله‌ځپلو کورنیو ته یې په چټک ډول رسېدنه کړې وه.

میا پارک زیاته کړې، چې پخوا د یاد سازمان کارکوونکو په دې اداره کې یوه څانګه درلودله او موږ یو ځل بیا غواړو چې، دا همکاري فعاله کړو، تر څو همغږي لا زیاته شي.

دغه راز، له پیښو سره د مبارزې د امادګۍ ملي ادارې لوی رییس ویلي، موږ چمتو او خوښ یو چې د IOM کارکوونکي دې له نږدې څخه له موږ سره همکاري وکړي.