ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د څه‌باندې ۳۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، د قزاقستان شیمکنت ښار کې د افغان ـ قزاق د سوداګریزې ناستې په څنډه کې د افغانستان او قزاقستان ۱۵ شرکتونو ترمنځ د ۳۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه هوکړه‌لیکونه د نفتي موادو، اوړو، غنمو، خوراکي توکو، ترانسپورت، د مینځلو موادو، مکروني، د ګډو پانګونو او داسې نورو اړوندو برخو کې لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ټینګار کړی، چې افغانستان د اوسني ثبات او د پانګوالو لپاره د برابر شویو اسانتیاوو له امله، د سیمې له خصوصي سکتورونو سره د پراخو همکاریو لپاره چمتو دی.

د یاد وزارت په وینا، قزاقستاني چارواکو د اقتصادي اړیکو د پراختیا په برخه کې د افغانستان د پلاوي له ګډون هرکلی کړی او د صادراتو، وارداتو او سوداګریزو راکړو ورکړو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.