ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د موسسو له استازو سره د همغږۍ غونډه شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده په مشرۍ د موسسو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت وزیر، مرکزي رییسانو، د یونیسف دفتر او د نورو موسسو استازو ګډون کړی وو.

ملا محمد یونس اخوندزاده ویلي، اوبه هغه عنصر دی چې ټول بشر ورته اړتیا لري او د اوبو پرته ژوند ناشونې ده او زموږ مسوولیت دی ترڅو د اوبو رسولو په برخه کې خپل ولس ته خدمات وړاندې کړو.

 دغه راز نوموړي متوازن انکشاف ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، هغو ولایتونو ته باید لومړیتوب ورکړل شي، چې اوبو ته ډېره اړتیا لري او دا زموږ د ټولو مسوولیت دی ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل ولس لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو.