ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د ۸.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړک جوړولو چارې پیل شوي

د جلال اباد ښاروال عبدالرزاق  ضیایي، د UNAPS ادارې استازیو او یو شمېر قومي مشرانو له لوري د جلال اباد ښار په اومه ناحیه کې د یو سړک جوړولو چارې پیل شوي.

د ښاروالۍ سکتوري چارو رییس انجینر هدایت الله صداقت ویلي، د جلال اباد ښاروالۍ په هڅو د یونپس ادارې په ۱۴۰۲ کال کې جلال اباد ښار لپاره ۵۸ پروژې په پام کې نیولي، چې یوه یې همدا د اوومې ناحیې د ۱۴ م او ۱۵ م ګذر د سبزاباد د شمک کلي پروژه ده، چې ۸۷۵ متره اوږدوالی لري.

نوموړي زیاته کړې، چې په یاده پروژه کې هره ورځ تر یو ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او ۲۰ سلنه ونډ پکې د سیمې بې وزلو او کونډو ښځو ته ورکړل شوې.

د انجینر صداقت په وینا؛ په یاده پروژه ۸.۲ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ټول د یادې ادارې له لوري ورکول کېږي او په درېیو میاشتو کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د سيمې اوسیدونکو د یادې پروژې په پیلیدو خوښي ښودلې او په یاده سیمه کې یې د نورو اړینو پروژو د پیل غوښتنه کړې.