ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې د څه‌باندې دوه زره بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی


د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په تلې میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۳۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۷۰ ښځینه‌وو په ګډون یو زر او ۲۹۰ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینه‌وو په ګډون، یو زر او ۴۷ نور له هېواده وتلي دي.

بل خوا، د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۲۸۱ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۹ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۳۲۸ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور چې ۹۶۲ تنه کېږي، د کار او زده‌کړو په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر ۷۲۰ بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې ۳۵۴ تنه د هرات ولایت د ځمکنیو بندرونو او هرات هوايي ډګر، ۱۰۴ تنه د فاریاب اقینې بندر، ۶۲ تنه د تورخم بندر او ۵۰ تنه نور د حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.