ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په قزاقستان له افغان سوداګرو سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او په قزاقستان کې افغان شارژدافير مفتي محمد رحمان دغه هېواد په شمکنت ښار کې له افغان سوداګرو سره لیدنه وکړه.

 قزاقستان کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د افغان سوداګرو د فعالیتونو او ستونزو په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د اسلامي امارت مشرتابه د افغان سوداګرۍ د پراختیا او هم د سوداګرو د ستونزو حل لپاره جدي هڅې کوي.

همدارنګه ورته مهال، ښاغلي شارژدافير ټولو سوداګرو ته د سفارت له اړخه د بشپړې همکارۍ او اړینو اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړ.