ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ننګرهار کې د ۶۴ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوو پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزیر ملا محمد يونس اخوندزاده د ننګرهار ځايي مسولینو په شتون کې د خوږياڼو له چمتلې ښارګوټي څخه د روداتو، پچيراګام، سره رود او بهسودو اړوند د راستنېدونکو ښارګوټو کې د ۶۴ میليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو شبکو او تشنابونو د جوړولو پروژو د چارو پرانیسته وکړه.

 د ننګرهار ولایت مقام رسنیز دفتر وايي، چې په دې پروژو کې د پاکو اوبو ۹ شبکو جوړول، د ۲۰ شبکو ترميم او د ۱۴۰ تشنابونو جوړول شامل دي، چې په ښارګوټو او يادو ولسوالیو کې به ترې زرګونه هېوادوال ګټه واخلي.

د کليو پراختيا او بيا رغونې وزير ملا محمد يونس اخوندزاده ویلي، چې د يادو شبکو له جملې څخه به څلور په ښارګوټو او پاتې به يې ولسواليو کې جوړ شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اميرالمؤمنين حفظه الله په حکم ټولو ادارو ته دنده سپارل شوې، چې بېرته راستنو شويو هېوادوالو ته په ښارګوټو کې اړینې اسانتياوې رامنځته کړي.

ملا محمد يونس اخوندزاده دغه راز د اوبو، سړکونو، برېښنا او د بر بهار پل جوړولو په برخو کې د سيمې د مخورو ستونزې اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړي ویلي، د بر بهار د پل سروې او ډيزاين یې کړی او په لنډ وخت کې به يې چارې پيل شي.

د یادونې وړ ده، چې د يادو پروژو د پرانیستې پر مهال د ننګرهار د عامې روغتيا رییس مولوي امين الله شريف، د کليو پراختيا او بيا رغونې رییس مولوي قسمت الله مبارز، د ختيځ زون د اوبو رسولو ریيس مولوي يارمحمد محمدي او ګڼ شمېر مسولينو شتون درلود.