د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیقالله خالد په مشرۍ د اداري پروسو ساده کولو په موخه غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک د اړوندو امریتونو امرینو او مرستیالانو ګډون درلود.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال ویلي، چې د اداري پروسو اوږدیدل، غیرې ضروري مرحلې، او د تصمیم نیونې ځنډ د خلکو باور ته زیان رسوي، وخت او منابع ضایع کوي او د ادارې د موثریت مخه نیسي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت موخه دا ده چې ټولې ادارې خپلې چارې ساده، معیاري او شفافې کړي، ترڅو هم د خلکو ستونزې په وخت حل شي او هم د ادارو کاري اغېزناکتیا لوړه شي.
ښاغلي خالد د افغانستان بانک مسولینو ته سپارښتنه کړې، چې اداري موانع له منځه یوسي او د کاغذي چارو پر ځای د برېښنایي سیستمونو کار ته لومړیتوب ورکړي.
دغهراز په دې غونډه کې تر ګډ بحث وروسته، د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره دوه ځانګړې کمېټې ټاکل شوې، چې دا کمېټې به حل لارې وړاندې کوي، عملي کېدل به څاري او هره میاشت به مرکزي کمېټې ته راپور ورکوي.

