ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پنجشیر زمرود د څه باندې ۱۳۱ زره ډالرو په ارزښت پلورل شوي

د پنجشیر ولایت زمرود پلور داوطلبي د پنجشیر والي مرستیال روح الله، استخباراتو رییس، امنیه قومندان، سیمه ییزو چارواکو، مخورو او د داوطلبۍ شرکتونو په شتون کې په شفاف ډول ترسره شوې.

په دغه داوطلبۍ کې د زمرود پلور لپاره  شفافیت او کریسټل بندي په پام کې نیول شوي وو.

حاجي زبیر د دوه زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۶۵ کریت زمرود ګټونکی شو او محمد نزیر د ۲۱ زره او ۸۰۰ امریکايي ډالرو په ورکولو سره د ۱۲۳ کریت زمرود، د پینځه زره او ۳۰۰ ډالرو په ورکولو سره د ۸۴ کریت زمرود، د لس زره او ۶۰۰ ډالرو په ورکولو سره د ۱۷۰ کریت او د ۹۱ زره او ۲۰۰ ډالرو په ورکولو سره د ۴۸۲.۹۵ کریت زمرود ګټونکی اعلان شو.

په ټوله کې د یو زر او ۲۴.۹۵ کریت زمرود په ۱۳۱ زره او ۴۰۰  ډالرو په قیمت سره وپلورل شو.