ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بلخ والي اوزبیکستان ته سفر کړی

د بلخ والي محمد یوسف وفا اوزبیکستان کې د بلخ او سرخاندریا ولایتونو ترمنځ د همکارۍ کاري کمېسیون پینځمه غونډه کې ګډون وکړ.

د بلخ والي محمد یوسف وفا په مشرۍ پلاوي، د اوزبیکستان ترمذ ښار ته سفر کړی او هلته یې د ترمذ له والي قاسیموف اوغلبیک او یوشمېر نورو مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې پر سوداګریزو، علمي، کلتوري، امنیتي او کرنیزو اړیکو سربېره افغان سوداګرو او صنعت‌کارانو ته د ویزو په ورکړې، د هوا او ریل پټلۍ له لارې د صادراتو او وارداتو په ډېرېدو، سرحدي سیمو کې د امنیت پر لا ټینګښت او د ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.

همدارنګه په دې لیدنه کې د بلخ والي په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د یاد هېواد علمای کرام او کلتوري شخصیتونو ته یې بلنه ورکړې، څو بلخ ولایت ته علمي او فرهنګي سفر وکړي.