د چین هېواد په کوربتوب د ۴۵ هېوادونو ترمنځ روانو اسیایي سیالیو کې افغان ورزشکارانو په څلورو بېلابېلو برخو رګبي، تکواندو، ووشو او لامبو وهلو کې بریاووې ګټلي.
دغه سیالۍ، چې د چین هېواد په هانګژو ښار کې د ۴۵ هېوادونو د ۱۲ زرو او ۵۰۰ ورزشکارانو ترمنځ ترسره کېږي، له افغانستان څخه هم تر اوسه د ۱۵ رشتو تر ۸۰ زیاتو ورزشکارانو په کې ګډون کړی.
په دغو سیالیو کې د افغانستان لپاره، محمد خالد هوتک د ۷۰ کیلوګرام وزن په درلودو سره د ووشو په برخه کې خپل قراقي سیال ته، محسن رضايي د ۵۸ کیلوګرام وزن په درلودو سره خپلو دوو تاجکستاني او جاپاني سیالانو ته، فهیم انوري بیا د لامبو وهلو سیالیو په دوو سټایلو فري سټایل کې تاجکستان او ټي اېل سي او بروسټ سټروک سټایل کې بیا قطر، پاکستان او مالدیف ته ماتې ورکړې.
دغه راز په دې سیالیو کې د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې له دوو ماتو وروسته، د نیپال هېواد ملي لوبډلې ته ۴۱- ۰ ماتې ورکړې.
دغه سیالۍ چې د چین هېواد د هانګژو ښار په کوربتوب د روانې میاشتې په ۲۳مې نېټې پیل شوي د راتلونکې اکټوبر میاشتې تر اتمې نېټې پورې به دوام وکړي.

