د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۴هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۴۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۸تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۷۶۷مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴کورنیو سره ټولې۱۰۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۵۳تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۳۵عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۳۹۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۵۱۲تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۶۱۵کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۱۵۰تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او هلمند ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته شپږ میلیونه،۴۳۴ زره او ۷۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۸۶کورنیو سره ټولې شپږ میلیونه او ۴۳۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۱۱ زره او ۸۰۰خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۳۹عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۸۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸۴تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۹۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۴تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۷۶۲ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹۵کورنیو سره ټولې۷۷۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۷۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۵۳۷تنه و، کندوز، بلخ، سرپل، تخار، بغلان، جوزجان، ننګرهار، سمنګان او فاریاب ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه،۸۴۵ زره او۵۹۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: یو زر او ۵۶۵کورنۍ او اته زره او ۴۷۶وګړي
لېږدول شـوي کډوال: یو زر او ۴۵۲کورنۍ او ۱۳ زره او ۲۶۱وګړي
مرسته شوي کډوال: ۸۹۵کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۷۴عــــدده

