د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د دې ادارې اړوند د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د روان کال په تلې میاشت کې ۱۹ زره او ۶۳ کسانو ته د تابعیت پېژندپاڼو حضوري او غیرحضوري خدمتونه وړاندې کړي.
یاده اداره زیاتوي، په دې خدمتونو کې ۱۴ زره او۳۹۲ کسانو ته حضوري او څلور زره او ۶۷۱ بهرمېشتو هېوادوالو ته غیر حضوري خدمتونه شامل دي.
د نفوسو د احوالو ثبت خدمتونو ریاست د ۱۴۰۴ کال په یاده موده کې په حضوري ډول کابل ښار کې یو زر او۲۶۶ کسانو ته نوې کاغذي پېژندپاڼې، ۹۵۸ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې وېشلې او تر څنګ یې ۱۲ زره او ۱۶۸ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه هم وړاندې کړي دي.
همدارنګه د غیر حضوري خدمتونو له لارې یو زر او ۷۴۲ کسانو ته نوې او ۵۸۳ کسانو ته مثنی پېژندپاڼې او دغهراز دوه زره او ۳۴۶ نورو کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو اصلاحي خدمتونه وړاندې شوي دي.

