ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ګردیز کې د اسلامي او ملي پولیسو روزنیز مرکز څخه ۴۶۰ تنه امنیتي ځواکونه له مسلکي زده‌کړو فارغ شوي

پکتیا کې د پولیسو له اسلامي او ملي اکاډمي څخه د سویل ختیځ زون په کچه شپږمه دوره کې ۴۶۰ تنه مجاهدین له دوو میاشتنیو مسلکي او روزنیزو زده کړو وروسته فارغ شوي.

د دغه روزنیز مرکز قومندان مولوي سمیع الله خالد ویلي، چې دغه مجاهدین د سویل ختیځ زون پکتیا، خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو څخه وو، چې د اسلحې تخنیک، چیک پواینټ، جنایي جرمونو، پر دښمن د عملیاتو او د خلکو سره د ښه سلوک زده کړې ورکړل شوې، چې له دې وروسته به په خپلو ولایتونو کې دندې ترسره کوي.

یو تن فارغ شوي پولیس عبدالله مجاهد ویلي، چې مجاهدین اوس د پخوا په پرتله ډیر ځواکمن او مسلکي شوي، په تېرو دوو میاشتو کې د اړتیا تر کچې زده کړې او روزنه مو تر لاسه کړې.

نوموړي زیاته کړې، اوس وخت د دې دی، چې د ولس خدمت ته مټې راونغاړو.

فارغ شویو مجاهدینو د ښې او مسلکي روزنې، د دښمن په وړاندې د چټک غبرګون او مخنیوي اړوند یو لړ تخنیکي نظامي حرکتونه او پوځي تمرینات هم تر سره کړې.

د یادوني وړ ده، چې د ۱۴۰۲ کال د پیل را په دیخوا له دغې روزنیزې اکاډمي څخه  دوه زره ۵۲۵ تنه مجاهدین له مسلکي زده کړو وروسته فارغ شوي.