د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د افغان ــ قزاق په نندارتون کې له ګډون څخه وړاندې ویلي، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د پاکستان پرځای د نورو لارو د موندلو په هڅه کې دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه هڅې له څلورو کلونو راپدېخوا پیل شوي او د پاکستان پرځای د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د نورو معقولو لارو د موندلو لپاره هڅې چټکې شوي دي.
د ښاغلي عزیزي په وینا، د پاکستان پرځای د نورو لارو د موندلو لپاره هڅې له هغې زیاتې شوي چې پاکستان تل په بېلابېلو پلمو سره سوداګریزې او ترانزیتي لارې د افغان سوداګرو او د افغانستان د صادراتو پر مخ تړلي دي.
دغهرازیو شمېر اقتصادي کارپوهان وایي، پاکستان تل د سوداګرۍ او ترانزیت له لارې څخه د فشار وسیلې په توګه کار اخیستی او د پاکستان پرځای د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره د نورو لارو موندل د اسلامي امارت هڅې ډیرې ګټورې بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې نږدې دوه اونۍ کیږي د افغانستان سوداګري او ترانزیتي لارې د پاکستانه له لورې تړل شوي، چې د دواړو خواوو د سوداګرو لپاره یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
د یادونې وړه ده، چې افغانستان د پاکستان سربیره، د منځنې اسیا هېوادونو او ایران سره د ځمکې او هوا له لارې سوداګري او ترانزیت لري.

