ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

علي‌ رضا بېکدلي: ايران د افغانستان د چمتووالي په صورت کې غواړي ځينې توکي له یاد هېواده وارد کړي

په کابل کې د ایران سفیر علي ‌رضا بېکدلي له یوې ایراني رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، هڅه کوي هغه توکي چې پخوا یې له نورو هېوادونو واردول، اوس له افغانستانه وارد کړي.

نوموړي زیاته کړې، په دې هکله له افغان لوري سره هوکړه شوې او په وینا یې که افغانستان چمتو وي، ایران به د اړتیا وړ توکي د نورو هېوادونو پر ځای له افغانستانه ترلاسه کړي.

ورته مهال صنعتکاران او اقتصادي شنونکي دا د هېواد د تولیداتو لپاره ګټور ګام بولي، چې په وینا یې کچه به یې لوړه شي.

د یادونې وړه ده، چې افغانستان د کرنې، او مالدارۍ سکټورونو په برخه کې د خامو موادو د تولید ښه ظرفیت لري.

 بلخوا ایران چې له ګڼو نړیوالو بندیزونو سره مخ دی، هڅه کوي د نورو هېوادونو پر ځای خپلې اړتیاوې له دې هېواد څخه پوره کړي.