ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت مرستیال په ایکو ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال، ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر په مشرۍ یوه لوړ پوړي پلاوي د اقتصادي همکاریو سازمان (ايکو) په څلورمه ناسته کې د ګډون په موخه ایران ته سفر کړی.

په دغه سفر کې د ستر امنیتي معینيت د دفتر لوی رییس پاسوال قاري احسان الله سهیل، د جغرافیایي سیسټم رییس انجنير محمود او د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو رییس مولوي عمار مهاجر ګډون کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د دې سفر موخه په یاده ناسته کې ګډون، د سیمه‌ییزو همکاریو پراخوالی او د اقتصادي همکاریو سازمان غړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده.