ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې څه‌باندې ۱۲۹ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

 د ټولګټو وزارت وایي، چې په تېره اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د تلې له ۲۵مې څخه د لړم تر لومړۍ) نېټې پورې د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۲۹ زره او ۶۱۲ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړې، د حیرتان بندر له لارې ۹۳ زره او ۲۳۸ ټنه، د اقینې بندر له لارې نهه زره او ۳۹۵ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۸ زره او ۲۰) ټنه او د خواف–هرات له لارې اته زره او ۹۵۹ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۲۹ زره او ۶۱۲ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې ۱۲۶ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه دی.

د یادونې وړ ده، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

 ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد بهیر روان او چټک وساتي.