د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کندوز ولایت له مرستیال مولوي حبیب الرحمن صهیب سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د کندوز څو تنو نورو مسوولینو د ښاغلي حبیب الرحمن صهیب ملتیا کوله، په یاد ولایت کې یې د کډوالو د وضیعت او غوښتنو په اړه له ښاغلي وزیر سره معلومات شریک کړي دي.
مولوي حبیب الرحمن صهیب ویلي، چې په کندوز کې له ور ستنو شویو کډوالو سره د افغانستان اسلامي امارت او د ځینو اړوندو نړیوالو او کورنیو بنسټونو لخوا مرستې شوې، خو د ژمي له راتګ وړاندې اړمن کډوال لا نورو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي یادونه کړې، چې په یاد ولایت کې راستنو شویو ته د ځمکو وېش پیل شوی او دغهراز د اسلامي امارت له اړوندو ادارو یې غوښتنه کړې، چې په کندوز کې د کډوالو شمېر ته په کتو نور ښارګوټي پلان کړي.
مولوي حبیب الرحمن صهیب همدارنګه یادونه کړې، چې په دغه ولایت کې یو شمېر سوداګرو او موسساتو د کډوالو لپاره د خوراکي توکو او سرپناه په برخه کې ژمنې کړې دي او تمه ده، چې اړمنو ته به پر وخت ورسیږي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د کندوز سیمهییزو مسوولینو ته ښه راغلاست ویلي او د اسلامي نظام د خدمت په برخه کې یې د مجاهدینو هڅې ستایلې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د راستنېدونکو لپاره د اړتیا وړ مالي امکانات ځانګړي کړي او تر دې مهاله کډوالو ته د خدمت لړۍ په ښه ډول مخکې روانه ده.
نوموړي د ښارګوټو وړاندېز ته په اشارې سره زیاته کړې، چې اسلامي امارت د یو شمېر ښارګوټو د رغولو چارې پیل کړي او تمه ده، چې راستانه شوي په معیاري ښارګوټو کې د دایمي سرپناه په موخه ځای پر ځای شي.
د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر د کندوز مسوولینو ته د ځينو سپارښتونو ترڅنګ د هغوي وړاندېزونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی دی.

