د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د احصایې او کرنیزو معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږکال په هېواد کې له بڼونو څخه ۶۵ زره او ۳۴۱ متریک ټنه شفتالو ترلاسه شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، هرات، پکتیکا، کندهار، بغلان، ننګرهار، میدان وردګ، هلمند، بلخ، غزني، پروان، دایکندي او کاپیسا هغه ولایتونه دي، چې سږکال ترې د شفتالو ډېر حاصلات ترلاسه شوي دي.
دغهراز یاد وزارت زیاته کړې، اوسمهال په ټول هېواد کې پر ۸ زره او ۴۳۵ هکتاره ځمکه د شفتالو بڼونو جوړ شوي دي. دا مېوه په ډېرو ولایتونو کې ښه وده کوي او د کر او تولید لپاره مناسب اقلیمي شرایط لري.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، د دې وزارت تخنیکي او تشویقي ملاتړیز پروګرامونه د شفتالو د کیفیت د لوړوالي او د دې میوې د ترویج په برخه کې مهم رول لوبولی دی.
په هېواد کې د شفتالو بېلابېل ډولونه کرل کېږي، چې له دې ډلې لس ډولونه یې د اقلیمي شرایطو له سازګارۍ او د ښه کیفیت له امله د بڼوالو ترمنځ زیات شهرت لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، د ژر رسو مېوو لکه شفتالو ترویج د تولیداتو د پایدارۍ، د بڼوالو د اقتصاد دي ودې او د مېوو د وارداتو د کموالي په موخه د دې وزارت له مهمو پروګرامونو څخه دي.

