ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ځانګړو ځواکونو فرقې څخه څه‌باندې ۱۰۰ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ځانګړو ځواکونو فرقې د عالي زده کړو ښوونځي د کمپیوټر، مسلکي موټر چلونې او پرتاب ‏له درې میاشتنیو مسلکي او پوځي زده کړو څخه، د ځانګړو ځواکونو فرقې د اړوند جزوتامونو ۱۰۸ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

‏په یادو مراسمو کې د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتازاحمد “حقاني”، د عالي زده کړو ښوونځي قومندان ملا نوراحمد “سیف الله آغا”، مسوولینو او منسوبينو ګډون درلود.

د ځانګړو ځواکونو فرقې مرستیال مولوي ممتاز احمد “حقاني”په خپلو خبرو کې نویو فارغ شویو منسوبینو ته وویل، تاسو د هېواد مسلکي او مجهز ځانګړي ځواکونه یاست، لکه څرنګه چې ستاسو نوم ځانګړی دی ستاسو دنده او مسوولیت هم سخت او ځانګړی دی، بنا هر یو در سپارل شوي مسوولیت ته متوجې شئ او خپلې دندې د مسلک په رڼا کې مخته یوسئ.

په پای کې فارغانو د اسلامي نظام د ساتنې او د هېواد د دفاع په پار بشپړ چمتووالی وښود او مراسم فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.