د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د چین د بشري مرستو دویمه جوپه یاد وزارت ته وسپارل شوه.
د یاد وزارت په وینا، د مرستو دغه جوپه، چې ۱۵۶ جوړ شوي کورونه هم پکې شامل دي، د چین لخوا د ۱۰۰ میلیونه چینایي ینو مرستې دویمه برخه ده، چې اوله یې پخوا یاد وزارت ته سپارل شوې وه.
د دغو مرستو د تسلیمولو پر مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین له دولت او خلکو مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ او بشري اړیکو د پیاوړتیا نښه وبلله.
کابل کې د چین سفارت مرستیال بائو خوهوی په خپلو خبرو کې د چین او افغانستان اړیکې تاریخي وبللې او ژمنتیا یې څرګنده کړه، چې مونږ به په هره ستونزه کې د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړو.
نوموړي ویلي، دا مرستې د بې ځایه شویو او راستنېدونکو لپاره د سرپناه او نورو اړینو امکاناتو د برابرولو په موخه چمتو شوې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ یوه ښه بېلګه ده.

