ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند او د «دلتا انټرنشنل» شرکت د اجراییوي رییس لیدنه؛ په افغانستان کې د نفتو او ګازو پر پانګونه خبرې شوي

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د سعودي عربستان «دلتا انټرنشنل» شرکت له اجراییوي رییس شاهر التقي سره لیدنه کړې.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې په دې لیدنه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم شتون درلود.

 په دې لیدنه کې دواړو لوریو د ګازو د اکتشاف، استخراج او د ګازو د نل لیکو غځولو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد شرکت اجراییوي رییس د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او ژمنه یې کړې، چې له افغان انجنیرانو سره به خپلې تجربې شریکې کړي.