د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د برېټانیا له ځانګړي استازي، ریچارډ لېنزي سره لیدنه کړې.
کورنیو چارو وزارت ویلي، په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او سیمې پر روان وضعیت خبرې کړي او نظریات یې
شریک کړي دي.
همدا راز د برېټانیا له لوري د ملګرو ملتونو له لارې د بشري مرستو او د افغان کډوالو د ملاتړ یادونه شوې او دواړو لوریو د همکارۍ او دوامدارو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

