باکو کې د افغانستان سفیر دکتور محمد فیصل د اذربایجان د نفت او ګازو دولتي شرکت له مرستیال کنعان نجفوف سره لیدنه کړې.
اذربایجان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو همکاریو پر پراخېدو، د نفتي صادراتي توکو پر زیاتوالي، ټرانسپورټي ستونزو او نورو اړونده دوه اړخیزو ګډو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.
دغهراز په دې لیدنه کې ښاغلي نجفوف له افغانستان سره د همکاریو د پراخېدو ډاډ ورکړی او هېله یې څرګنده کړې، چې ژر به افغانستان ته سفر وکړي.

