د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري، د سعودي عربستان «دلتا انټرنشنل» شرکت له اجراییوي رییس شاهر التقي او د «کام انرژۍ» له رییس زمري کامګار سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د یاد شرکت اجراییوي رییس د شرکت په اړه معلومات وړاندې کړي او دغه راز یې د افغانستان د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې سربېره د ټاپي نللیکې د غځولو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
نوموړي ژمنه کړې چې دوی به له افغان انجنیرانو سره خپلې تجربې شریکې کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر هم د افغانستان د نفتو زېرمو په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي: “موږ غواړو د سعودي عربستان له پانګه والو سره په ګډه کارو وکړو دا زموږ لپاره ویاړ دی چې تاسو لېوالتیا لرئ د افغانستان پر کاني زېرمو پانګونه وکړئ.موږ پراخه بډایه کاني سرچینې لرو، ټول بهرني او کورني پانګه وال کولای شي پانګونه وکړي. زه ستاسو د لېوالتیا هرکلی کوم او د کانونو د قانون او کړنلارې اړوند به په یادو برخو کې درسره همکاري وکړو.”
همدارنګه د لیدنې په پای کې دواړو لوريو د تخنیکي ټیمونه د ناستو د دوام په موخه یادښت لاسلیک کړی دی.

