د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده چې د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر کړی او د دې غونډې په څنډه کې یې د ایران او ترکیې د اوسپنې پټلۍ له لوړو پوړو چارواکو سره ناسته کړې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، یادې درې اړخیزې ناسته کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د افغانستان، ایران او ترکیې هېوادونو د نښلولو پر اهمیت او سوداګریزو توکو د لېږد او رالېږد په اړه خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه ناسته د اوسپنې پټلۍ پراختیا برخه کې د درې اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه شوې ده.
د ښاغلي حقشناس په وینا، دې ناسته کې ترکي چارواکو ویلي، په ټولیزه همکارۍ کولای شو، چې د ترکیې او ایران اوسپنیزه کرښه د افغانستان له لارې د چین سره و نښلول شي.
دغه راز درې واړو لوریو هوکړه کړې، چې د منځني ختيځ او اروپا د ریل پټلۍ شبکې نښلول د ختيځې اسيا سره، د خواف ـ هرات تر مزارشريف د اوسپنې پټلۍ د غځولو لار د درې واړو هېوادونو او سیمې سوداګرۍ او ترانزېټ لپاره تر ټولو مناسب لاره ده او هوکړه یې وکړه، چې د هرات ـ مزارشريف د اوسپنې پټلۍ د رغولو طرحې په اړه له خپلو ګډو او هر اړخيزو همکاریو پيل وکړي او د ترکېې، ايران او افغانستان له مالي، تخنيکي او بشري سرچينو او ظرفيتونو څخه ګټه واخلي.
همدارنګه په دې ناسته کې د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوادګریزو توکو د لېږد او رالېږد د زياتوالي په اړه هم خبرې شوي او د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ بشپړېدل، د ترکېې، ايران او افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ د همکاریو د پراختيا لپاره يو مهم او د پام وړ فرصت بلل شوی.

