ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبداللطیف منصور: د اسلامي امارت مشرتابه په لارښونه د کونړ په سیند بند جوړیږي

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي، د اسلامي امارت مشرتابه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله په لارښوونه به ډېر ژر د کونړ پر سیند د برېښنا بند د جوړولو چارې پیل شي.

نوموړي همداراز زیاته کړې، دې برخه کې باید کورنیو شرکتونو سره تړونونه وشي او د بهرنیو هغو لپاره باید انتظار ونه ایستل شي.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملاعبداللطیف منصور ویلي، افغانان حق لري چې خپلې اوبه مدیریت کړي.

ښاغلي منصور زیاته کړې، دا تاریخي پرېکړه د ابو ملي زېرمو د مدیریت لپاره د افغانانو قوي اراده څرګندوي.

د یادونې ده، چې د کونړ سیند اوبو مهار سره به له یوې خوا هېواد د اقتصاد ثبات په لور حرکت وکړي او له بلې خوا به د برېښنا تولید برخه کې د ځان بسیاینې په لور به څو چټک ګامونه واخیستل شي.