د کورنیو چارو وزارت وایي، ۴۵۱ تنه د پولیسو منسوبین له لنډ مهاله مسلکي او عقیدوي زده کړو وروسته د پکتیا ولایت له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د ښوونې او روزنې لویې قومندانۍ قومندان پاسوال قاري روح الله عبیده پیلوټ په ګډون د پکتیا مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین، د پکتیکا، خوست او لوګر امنیه قومندانیو مسوولینو او ګڼ شمېز نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.
ویناوالو په خپلو خبرو کې، فارغو شویو منسوبینو ته د مبارکۍ تر څنګ په عقیدوي او مسلکي زده کړو ټینګار وکړ او دوی یې د اوامرو اطاعت او د ولس سره نېک چلند ته وهڅول. همداراز په پای کې په فارغو شویو منسوبینو د فراغت سندونه ووېشل شول.

