ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پکتیکا نکې ولسوالۍ لپاره د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت نوې اداري ودانۍ جوړه شوه

د پکتیکا ولایت نکې ولسوالۍ لپاره د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت جوړه شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پکتیکا ولایت د نکې ولسوالۍ لپاره د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت نوې جوړه شوې اداري ودانۍ د کورنيو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي او د دغه ولايت مرستیال والي په شتون کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت د تاميناتو معینیت اړوند د تعميراتو رياست مرستيال مولوي شير احمد روحاني وويل: «دغه وادنۍ ډير ضرورت وه دا د غريب ملت په پيسو جوړه شوي چې بايد د حفظ او مراقبت برخه کې يې هڅې وشي»

د پکتیکا ولايت مرستيال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت وويل: «دغه نوې جوړه شوې ودانۍ ۳۲ اداري خونې لري چې د دولتي کارکوونکو ټولې اداري اړتياوې پوره کولی شي.»

د یادونې وړ ده، چې د دغې ودانۍ د جوړولو لګښت د کورنيو چارو وزارت له لوري ورکړل شوی دی.