ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون یو شمېر پوځي جنرالانو او سوداګرو ته د مصونیت کارتونه وېشلي

اسلامي امارت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون، په کور دننه پاتې یو شمېر پوځي جنرالانو او سوداګرو ته د مصونیت کارتونه وېشلي.

د دې کمېسیون د دارالانشا رییس او د ریاست الوزرا د سیاسي دفتر لوی رییس مولوي ذاکر د تېرې ادارې لوړ پوړو مسولینو او چارواکو ته د مصونیت کارتونو د وېش په غونډه کې ویلي؛ په نظامونو کې سیاسي تحولات یو معمول دی، خو په افغانستان کې یې تفاوت دا دی چې د امیر المؤمنين حفظه الله د بښنې فرمان پر اساس، د تېرې ادارې چارواکو ته عمومي بښنه اعلان شوه.

ښاغلي ذاکر ویلي، له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی راستنولو کمېسیون ټولو هغو کسانو ته چې له بهره افغانستان ته راځي یا هم په افغانستان کې سوله ییز ژوند تېروي، هڅه کوي سهولتونه ورته برابر کړي.

د تېرې ادارې یو شمېر هغو شخصیتونو، چې د مصونیت کارتونه یې تر لاسه کړې، له اسلامي امارت څخه مننه کړې، چې خپله غېږه يې پرانيستې او د دوی د خوندیتوب په هڅه کې دي.