د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون غونډه وکړه.
په دې غونډه کې راستنو شویو کډوالو ته د ښې رسېدنې او د اړمنو کډوالو د تثبیت او تشخیص او همدارنګه هغوی ته د ځمکو د وېش په اړه هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.
دغه راز د ځمکو د وېش په وړاندې د پرتو خنډونو او ځنډ پر لاملونو بحث او د حل په اړه یې پرېکړې وشوې او موظف پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د مستحقو کډوالو لېست د دایمي استوګنې کمېټې ته وسپاري او ژر تر ژره دې یادې مسلې ته رسېدنه وشي.

