د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدنه کړې.
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضياء احمد تکل وايي، چې په دې غیر رسمي لیدنه کې د افغانستان
او متحده ایالتونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا پر لارو چارو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

