د پانګونې بین الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د تلې میاشتې په ۲۹ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
دې غونډې ته په کابل ښار کې د معیاري روغتون جوړولو او همداراز د برېښنا په بېلابېلو برخو کې د پانګونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.
له هر اړخیز بحث وروسته کمېټو ته دنده وسپارل شوه، څو د یادو طرحو مالي، تخنیکي او اقتصادي اړخونه په ښه ډول و ارزوي او خپل راپورونه په ټاکلي وخت د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

