ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۷۷ تنه منسوبین فارغ شول

د ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۷۷ تنه منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د عمومي خدمتونو ښوونځي د حقوقو او سپورټ ډیپارتمنونو د حقوقي زده کړو، غیږ نیونې، کِیک بوکسینګ، جمناسټیک، کرېکټ او والیبال له درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کابل ولایت د تصفیې کمیسیون رییس مولوي حمدالله “منصوري”، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد “محمدي”، د عمومي خدمتونو ښوونځي قومندان مولوي هدایت الله “مزمل” او ګڼ شمېر مسوولینو او منسوبینو ګډون درلود.

مسوولینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:”د اسلامي ملي اردو په لیکو کې د اخوت او ورورولۍ په فضا کې مسوولیتونه ترسره کړئ، له کبر، غرور او تعصب څخه ځان وساتئ، تقوا غوره کړئ او د کلک عزم، قوي ایمان او عقیدې پر مټ له اسلامي نظام څخه دفاع او ساتنه وکړئ.”

په پای کې فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالی وښود او یاد مراسم د فارغانو له لوري د نندارو په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.